تازه خبرونه

خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې پر ورځ( د وري ۲۶) طالبانو ته د اوربند په اړه وړاندیز وکړ.

زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره باید لومړی اوربند وشي او د طالبانو مشرتابه دې خپلو استازیو ته په دې اړه د خبرو سپارښتنه وکړي، چې زه یې ورسره وغزوم.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې جګړه د حل لار نده او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره باید افغانان پخپله پرېکړه وکړي.

هغه دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان خلک دا حق لري، چې له اوږدمهاله اوربنده برخمن او سوله رامنځته شي.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ امریکا پر افغانانو دا جګړه نده تپلې. افغانان له لسیزو راپدیخوا له یو بل سره په جنګ کې دی. په لسګونه زره بېګناه ملکي وګړي وژل شوي؛ افغانان نه یوازې د اوربند غوښتنه کوي، بلکې غواړي، چې روانه جګړه او تاوتریخوالی نور پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا په ټول هېواد کې حکومت خالد نومي او طالبانو فتحه نومي پسرلني عملیات پیل کړي او له بلې خوا په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شوي دي.

Trending

Exit mobile version