تازه خبرونه
خلیلزاد د اسلام آباد سفر تر سره کړ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې لنډه دمه وکړه او د هغه هېواد له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې په دې سفر کې یې له عمران خان سره په لیدنه کې د نوموړي د واشنګتن پر سفر او د ده پر وروستیو هڅو بحث او خبرې کړې دي.
دغه راز ښاغلي خلیلزاد اسلام آباد ته په خپل څلور ورځي سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز جاوید باجوه سره هم په لیدنه کې د افغانستان د سولې او په دې اړه د دوی پرهڅو هم خبرې کړې دي.
همدارنګه په پاکستان کې د امریکا سفارت په ډاګه کړې، چې زلمي خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سوله د دواړو حکومتونو باوري تضمین ته اړتیا لري او د دواړو خاوره باید د یو او بل پر ضد ونه کارول شي.
په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانانو تر منځ د سولې په بهیر کې دغه تضمینونه د سیمې اقتصادي یووالی او پراختیا هم رامنځته کولی شي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې طالبان د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو ته حاضر کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې تلپاتې سولې ته د رسیدو یوانۍ لار بولي او په خپل یوه تویت کې له خلیلزاد سره لیدنه رغنده ګڼلې ده.
هغه له خلیلزاد سره د لیدنې په اړه څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې اوپخلاینې په تړاو مو ګټور بحث درلود، پاکستان د افغانستان د سولې بهیر په تړاو ملاتړ ته ژمن دی.
په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ځینو کارپوهانو او سیاسي څېرو هم په یوې ناسته کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې درې واړو هېوادونو پر همکاریو ټینګار کړی دی.
پاکستاني دیپلومات ریاض محمد خان ویلي، چې که په افغانستان کې امنیت وي، ټوله مرکزي آسیا به له امنیت برخمنه وي. باثبات افغانستان سیمې ته د پرمختګ او هوساینې زمینه برابروي. چین کولی شي د افغانستان د سولې په بهیر کې له سیاسي او اقتصادي اړخه ګټور رول ولوبوي.
چینایي ورځپاڼه لیکوونکی سي مینګ څرګنده کړې؛ جدي اړتیا ده، چې چین او پاکستان د افغانانو د سولې له بهی ملاتړ وکړي. دا دواړه هېوادونه کولی شي د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړی استازی هم هیله من دی، چې افغانستان به په نږدې راتلوونکې کې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسیږي.
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړی استازی حسین بوتسالي ویلي: له دې بې ساري فرصت څخه، چې د سولې لپاره را منځته شوی، باید ګټه واخیستل شي او له څلور لسیزو جګړو او بدمرغیو وروسته باید د سولې له دې فرصت کار واخیستل شي، چې هم ځان او هم نورو نسلونو ته یوه سوله ییزه او با ثباته فضا جوړه کړي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري ویلي؛ ټولې هغه هڅې، چې د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي مونږ ترې ملاتړ کوو او د افغانستان او خلکو په خیر یې بولو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اوس قطر ته رسیدلی، چې له طالب استازیو سره اتم پړاو خبرې پیل کړي. په دې پړاو کې تمه ده، چې دواړه لوري پر یو هوکړه لیک لاسلیک وکړي او هغه وروستی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب استازیو هم د اووم پړاو خبرو له تر سره کیدو او افغانستان ته د زلمي خلیلزاد له سفر پیلیدو سره سم اندونیزیا ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو او دیني عالمانو سره یې د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه بحث او خبرې تر سره کړې دي.