تازه خبرونه

خلیلزاد له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسوند ولسمشر غني ته ښودلی دی- وحید عمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتیژۍ په چارو کې ځانګړي سلاکار وحید عمر په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې ځانګړي استازي خلیلزاد د امریکایانو او طالبانو د سولې هوکړې لاسوند ولسمشر غني ته ښودلی دی.

د سولې د دغې طرحې له مخې؛ طالبان ډاډ او تضمین ورکوی، چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغه د متحدانو پر ضد ونه کارول شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تېر ماښام ( یکشنبه د وږي ۱۰) د دوحې د نهم پړاو خبرو له پای ته رسیدو وروسته کابل ته راورسید ، چې د دغو خبرو بشپړ جزئیات د افغانستان حکومت ته وړاندې کړي.  

دوحې ته د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین ته د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي، چې دلته له امریکایي پلاوي سره پر وروستي تخنیکي ټکي خبرې روانې دي.

دغه راز ښاغلي شاهین کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه ویلي، چې د سولې هوکړه وروستۍ ده؛ خو پر وروستي تخنیکي اړخ یې د خلیلزاد له پلاوي سره دلته خبرې روانې دي، چې هیله ده په دې اړه هم ښه پایله ولرو.

دغه راز سهیل شاهین د خلیلزاد د سفر او له حکومتي چارواکو سره د هغه د لیدنې په اړه ویلي، چې هوکړه وروستۍ شوې او د نوموړي لیدنې به پرې کوم اغېز ونلري او د هوکړې ارزښت به پخپل ځای وي.    

حکومت څرګنده کړې، چې خلیلزاد د حکومت مشرانو ته د سولې خبرو د وروستیو پایلو په اړه جزئیات ورکړي دي.

کابل ته د افغانستان د سولې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۱۱) یوې خبري ناستې ته څرګند شو او د سولې هڅې یې د حکومت لومړیتوب وګاڼه او دغه راز یې په کندوز او بغلان کې د طالبانو د تحمیلي جګړې پر ضد د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې.

نوموړي څرګنده کړه، چې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو او امریکایانو د هوکړې لاسوند ولسمشر غني ته وړاندې کړی او حکومت به د هوکړه لیک جزئیات وګوري او بیا به خپل اند خلیلزاد ته څرګند کړي.

هغه دغه راز ویلي، چې د افغانستان حکومت د هوکړه لیک جزئیات سیاسي مشرانو ته هم وړاندې کوي او د هغو ملاحظات به هم په نظر کې ونیول شي.

ښاغلي صدیقي د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړې، چې اوربند او مستقیمې خبرې د افغانستان حکومت ته د هوکړې غوره برخې دي.

هغه د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو په اړه هم څرګنده کړه، چې ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره شي او امریکا د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو رسمي ماتړ کوي.

ښاغلي خلیلزاد په دې سفر کې له ولسمشر اشرف غني، عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر او یو شمېر نورو افغان سیاسي مشرانو سره هم بېلابېل وکتل.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا او طالبانو استازیو د قطر د دوحې په نهم پړاو خبرو کې یوولس ورځې د سولې هوکړه لیک پر موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

Trending

Exit mobile version