تازه خبرونه

خلیلزاد په پاکستان کې له طالب پلاوي سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند پاکستان ته د طالب پلاوي او خلیلزاد تر منځ احتمالي لیدنه تائید کړې او څرګندوي، چې که امریکا غواړي بېرته هوکړې ته راوګرځي؛ دوی هم ورته چمتووالی لري.

دا مهال د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی په اسلام آباد کې دي.

یو شمېر سرچینو څرګنده کړې؛ پاکستان هڅه کوي، چې د سولې دریدلیو خبرو د بیا پیل لپاره منځګړیتوب وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ټاکل شوې طالب پلاوی او امریکایان د خبرو د بیا پیل پر څرنګوالي سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي؛ پاکستان د خبرو د پیل لپاره هڅه کوي، چې دا بهیر یوې معقولې پایلې ته ورسیږي. په خوښۍ سره مو خبروم، چې له طالبانو سره مې وروستۍ کتنه د رضایت وړ وه.

د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، چې  امکان لري طالب پلاوی په پاکستان کې له امریکایي پلاوي سره وګوري.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل  شاهین وایي، چې هو! لیدنه احتمال لري که هغو وغواړي بېرته هوکړې ته راوګرځي. باوري یو، چې د افغانستان د بحران سوله ییز حل هوکړې ته ورګرځیدل دي.     

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، چې له طالبانو سره حساس پړاو ته رسیدلې د سولې خبرې لغو کړې؛ دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې آیا د دې بهیر د بیا پیل لپاره راضي دي او که نه ویلي؛ دا مهال طالبان تر سختو بریدونو لاندې دي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي، چې مونږ له یوې رښتینې ستونزې سره مخ یو. مونږ طالبان تر سختو بریدونو لاندې نیولي؛ هغوی اوس هم د ملکیانو وژنه روانه ساتلې او هغوی دولس کسان ووژل او دا زمونږ لپاره د اندېښنې وړ ده. هغوي تر اوسه ندي اصلاح شوي او ښایي هم نشي.

ولسمشرۍ دفتر، چې په ښکاره له امریکا سره د طالبانو د خبرو لغو کیدو ته خوشبین دی؛ پر پاکستان نیوکه کړې، چې له طالبانو یې ولې د حکومتي پلاوي په څېر هرکلی کړی دی؟ کابل وایي، دا ډول ناستې د سولې له بهیر سره هیڅ مرسته نکوي.

یو شمېر خبري سرچینو په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې طالب استازي به دوه ورځې نور هم په اسلام آباد کې وي؛ ځکه، چې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي اسازي زلمي خلیلزاد سره ځانګړې ناستې لري. دا  له روسیې، چین او ایران وروسته د طالبانو څلورم سفر دی، چي د سیمې هېوادو نو ته تر سره کیږي.

Trending

Exit mobile version