تازه خبرونه

خلیل الرحمن حقاني “د خدای د لارې نه ستړی کیدونکی مجاهد و” – ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجامد د هېواد د کډوالو چارو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني “شهادت” تائید کړی او څرګندويۍ: “نوموړی نن له غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید کې شهید شوی دی.”

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د چارسمبالی خلیل الرحمن حقاني پر ” شهادت ” خپله خواخوږي څرګنده کړې او څرګندوي، چې نوموړی د خدای په لار کې نه ستړی کیدونکی مجاهد و.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجامد د هېواد د کډوالو چارو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني “شهادت” تائید کړی او څرګندويۍ: “نوموړی نن له غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید کې شهید شوی دی.”

د اسلامي امارت د ویاند د خواخوږۍ په پیغام کې راغلي: د “شهید حقاني” “شهادت” د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه ده.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد و، چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې جهاد کړی و.

 

د دې پیغام له مخې:(( د خوترجو دا عمل نشي کولی د مسلمانانو ارادې کمزورې کړي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دین د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي.))

ویل کیږي، چې دا برید نن له غرمې وروست په کډوالو چارو وزارت کې دننه رامنځته شوی؛ خو تر اوسه د نورې مرګ او ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي

Trending

Exit mobile version