تازه خبرونه
خلیل زاد له افغان مخکښو میرمنو سره د سولې پر بهیر خبرې کړي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ( د کب ۱۳) د افغانستان د سولې له مخکښو میرمنو سره د سولې او سیاسي جوړجاړي پر بهیر بحث اوخبرې کړي.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې خلیلزاد د افغانستان د سولې له فعالانو سره د سولې بهیر او په کې د پرمختګونو په اړه وکتل او په اړوند برخه کې یې پر کارکولو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان میرمنو سره د سولې پر روان بهیر، سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند خبرې او بحث کړی دی.
سفارت څرګنده کړې؛ د عادلانه او دوامداره سولې لپاره باید د ښځو پر ګډون د ټولنې هره برخه ځان په دې بهیر کې وویني.
دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد د خپل روان سفر په بهیر کې له مخکښو سیاستوالانو او مدني مخکښانو سره لیدلي دي.
په کابل کې یو شمیر سیاسي څیرو وویل چې د غونډې په جریان کې خلیلزاد په افغانستان کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو نوې ادارې دریځ روښانه کړی دی.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې مرستیال په ډاګه کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په ګډون سیمې ته سفرونه پیل کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو په هوکړه لیک کې بدلون رامنځته کړي.
د دغه استازي د څرګندونو له مخې؛ د طالب بندیانو خوشې کول، د تاوتریخوالي کمول او د می له میاشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو د ماموریت موده د خلیلزاد د روان سفر دنده ده.