تازه خبرونه

خلیل زاد کابل ته راغلی، چې د خپلمنځي خبرو پیلولو ته د حل لار ومومي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جولای پر ۲۹ کابل ته راغلی او له افغان مشرانو سره په کتنه کې یې د خپلمنځي خبرو د پیلولو خنډونو اړ ناندرو ته د حل لارې پر موندلو بحث او خبرې اترې کړې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړ، چې خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني، د ملي پخلاینې عالی شورای له مشرعبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.  

یاد سفارت په ډاګه کړې، چې خلیلزاد د خپلمنځي خبرو د پیل پر پاتې ننګونو، د اختر له اوربند وروسته د تاوتریخوالي پر کمولو او د بندیانو پر پوره آزادولو خبرې اترې تر سره کړې دي.

خلیلزاد د وینو تویولو بر درولو او د سولې لپاره له دې تاریخي ف رصته پر ګټه پورته کولو ټینګار کړی دی.

د یاد سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو سفرونو په اړه هم افغان مشرانو ته معلومات وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند ویلي، چې دوی د حکومتي بندیانو پاتې ۸۲ کسان هم خوشې کړل.

سهیل شاهین دا ډاډ هم ورکړی، چې طالبانو د بندیانو د خوشې کولو بیر پهای ته رسولی او د هوکړې له مخې یې د ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو شمېر بښپړ کړی دی.

شاهین د چارشنبې پر ورځ د افغانستان له حکومت وغوښتلو، چې د دوحې د هوکړې له مخې دې پاتې طالب بتدیان خوشې کړې، چې خپلمنځی خبرو ته زمینه برابره شي.

طالبانو د اختر درې ورځنی اوربند هم اعلان کړې، چې پر امنیتي ځواکونو به بریدونه نکوي.

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان حکومت او طالبانو ته ویلي، چې پاتې خنډونه دې هم لیرې کړي، خپلمنخي خبرې بیل شي.

Trending

Exit mobile version