تازه خبرونه
خوستوال: کوچيانو مو ځمکې لاندې کړې دي
د خوست لکڼو سیمې قومي مشران وایي، کوچیانو د دوی ځمکې لاندې کړې دي، هغوی په یوه غونډه کې له دولت وغوښتل چې کوچیانو ته ځانګړی ځای ورکړي او د دوی له ځمکو یې وباسي.
له بلې خوا د خوست د والي ویاند وایي، د دغه ستونزې د اواري له پاره څو ځلې د ولسمشر له لوري خوست ته پلاوي راغلي او ولایتي ادارې هم کمېسیونونه ټاکلي، څو د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د ځمکو پر سر لانجې اوارې کړي.
د خوست په لکڼو سیمه کې د خوست د بېلابېلو ولسوالیو او قومونو لسګونه مشران راټول شوې دي او په دې خبرې کوي چې څنګه په قومونو کې خپلمنځي ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي. قومي مشران وایي، کوچیانو د لکڼو ځمکې لاندې کړې دي او دوی خپلو ځمکو ته نه ورپرېږدي. هغوی له دولت غواړي چې کوچیانو ته ځانګړی ځای ورکړي او د خلکو ځمکې بېرته خپلو څښتنو ته وسپاري.
په ياده غونډه کې په دې هم خبرې وشوې چې د خوست له بېلابېلو قومونو یوه قومي جرګه جوړه شي، څو د لکڼو او کوچیانو او نورو سیمو کې د نورو قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر را پورته شوو ستونزو ته د حل لارې ولټوي. د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال د دا ډول ستونزو د اواري له پاره قومي جرګې اغېزمنې بولي.
ومو غوښتل، په دې اړه په خوست کې د مېشتو کوچیانو له استازو سره هم خبرې وکړو، خو په نظر اخیستو یې بریالي نه شوو. له بلې خوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وایي: “د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د ځمکو پر سر د ستونزو د اواري له پاره، څو ځلې د ولسمشر په فرمان پلاوي راغلي او ولایتي ادارې هم کمېسیونونه ټاکلي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې دې ستونزو ته د پای ټکی کېږدو.”
پر لکڼو سربېره، په علي شېرو تیریزیو او ګربزو ولسوالیو کې هم د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ د ځمکو پر سر لانجې شته، چې ځایي خلک وایي، کوچیانو یې ځمکې په زور لاندې کړې دي.
خبريال: فریدالله ظاهر