تازه خبرونه
خوستیان: د امنیې قوماندان په ګوښه کېدو دې امنیت ته ګواښ نه پیښوي
د خوست سلګونو اوسیدونکو له ولسمشر وغوښتل، چې د امنیه قوماندان په ګوښه کېدو دې د خوست امنیت ته ګواښ نه پیښوي. هغوی وایي، په خوست کې ډاډمن امنیت دی، ځایي اوسیدونکي له حکومت سره همکار دي او خلک په ډاډمنه فضا کې کاروبارونه کوي.
د خوست په ملي لوبغالي کې سلگونه اوسیدونکي د امنیه قوماندان په ملاتړ راټول شوې دي او له مرکزي حکومت غواړي، چې له خلکو سره د جنرال فیض الله غیرت د ښو اړیکو له امله ډاډمن امنیت رامنځته شوی او له خوست څخه تبدیلي به یې بې ثباتي رامنځته کړي.
په دې اړه مدني فعال امیر بهیر، اریانانیوز ته ووېل: “ولسمشره! په دې سره د خلک خوښ دي چې فیض الله غیرت دلته په خپله دنده وي؛ نو تاسو له خپلې پرېکړې تېر شئ
همداشان یو تن قومي مشر، ثمین خان ځدراڼ و وېل: قومندان فیض الله د یوه کلي نه دی، د یوه قام نه دی؛ بلکې د ټولو خوست مېشتو قومندان دی”.
دا کسان وایي، په هیڅ ډول له خوست څخه د اوسني امنیه قوماندان تبدیلي ورته د منلو نه ده.
یوه بل دیني عالم، محمد عارف و وېل: “ولسمشره! د خوست ولس ته احترام وکړه، موږ خپل مړي پرېښي او تا ته مو رایه درکړې ده”.
همداراز یو بل قومي مشر، محمد قیوم خان و وېل: “په حکومت کې کمی او زیاتی به وي؛ خو د قومندان فیض الله په هکله د خوستوالو ملاتړ او فیصله حتمي او قاطع ده څوک نه شی کړای چې نوموړي ګوښه کړي”.
د خوست ولایتي شورا غړي وایي، ولسمشر د دوی په رایو واک ته رسیدلی؛ خو اوس یې خوست هېر کړی او کدرونه یې له دندو ګوښه کوي.
د خوست ولایتي شورا غړی، عبدالولي واحدزي اریانا نیوز ته ووېل: “همدغه ولسمشر په همدې سټیډیم کې و وېل چې خوستیانو ارګ ته مو ورنژدې کړم؛ نو ولسمشره هغه خوستوال مه هیره چې جنازې یې ستا له پاره خوشې کړې”.
د خوست قومي مشران ګواښ کوي، که ولسمشر د خوست امنیه قوماندان د ګوښه کیدو پریکړه ونه ځنډوي دوی به د حکومت خلاف پراخ لاریونه ترسره کړي.
خبریال: فریدالله ظاهر