بی بی سی پښتو
خوست او لغمان کې د دوو کورنیو ۹ غړي ووژل شول
د افغانستان سوېل ختیځ ته په خوست ولایت کې امنیتي چاوراکي پولیس وایي، تېره شپه شاوخوا نهه بجې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د چراګاه او دیګانو کلي سره نږدې پر یو کور وسله وال برید شوی، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د قومندانۍ ویاند عادل حیدر په خبره، د پېښې په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي:
“د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي دي چې دوه مېرمنې، دوه ماشومانې، د کور سرپرست او دوه هلکان دي.”
دی وايي د برېد سیمې ته د پولیسو رسیدو سره سم ټپیان او مړي روغتون ته لیږدول شوي او د دې پېښې جدي پلټنې روانې دي.
ښاغلي حیدر وویل، د دې پېښې عاملان تثبیت شوي دي.
امنیه قومنداني وایي، د دوی لومړني معلومات ښیې چې پر دې کورنۍ د شخصي ستونزو له امله برید شوی دی.
خو کلیوال وایي، وژل شوې کورنۍ شخصي بدي نه لرله او په پردي کور کې یې د غربت ژوند کاوه.
هاخوا د افغانستان په ختیځ لغمان کې د کورني تاوتریخوالي له امله دوه ښځې وژل شوې او یوه ټپې شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وایي، د مرکز مهترلام اړوند بابا صيب کمپ کې د خوشبين په نامه يوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله په خپلو دوو مېرمنو او خور ډزې کړې چې له امله یې د نوموړي يوه مېرمن او خور وژل شوې او بله مېرمن یې ټپي شوې.
د نوموړي په خبره، پولیسو دا بریدګر نیولی دی.