تازه خبرونه

خوست: ولسونه د پاکستان خلاف وسلې اخيستو ته چمتو دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په خوست کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو. لاريون کوونکي وايي چې پاکستان يو ځل بيا د هېواد په ځينو سرحدي ولايتونو کې د افغانستان خاورې د لاندې کېدو هڅه کوي، چې دولت يې بايد په اړه جدي غبرګون وښيي.

د خوست ولايتي شورا مشر وايي، که له پاکستان سره سياسي خبرې اترې اغېز ونه کړي، نو ولسونه به د پاکستان پرخلاف وسلې ته لاس کړي.

د دوشنبې په ورځ د خوست يو شمېر قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو د پاکستان پر خلاف له دې امله لاريون وکړ، چې د دې هېواد پوځ په افغان خاوره تېرى پيل کړى. لاريون کوونکو ويل، پاکستان په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ځينو سرحدي ولايتونو په يو شمېر سيمو بريدونه پيل کړي او دغه راز دوی په افغان خاوره کې تاسيسات جوړوي.

لاريون ته د خوست ولايتي شورا مشر په خپله وينا کې پاکستان يو تېری کوونکى هېواد وباله او ټينګار يې وكړ چې که له دغه هېواد سره د افغانستان دولت سياسي خبرې مثبته پايله ورنه کړي، دوى به ولسونه د پاکستان پر خلاف وسله والې مبارزې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان د خوست له سرحدي سيمو د ليدنې پر مهال ويلي وو، چې په ځينو سيمو کې پاکستاني پوځ تيرى کړى او افغان خاوره يې لاندې کړې ده.

ريپوټ: فريدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version