تازه خبرونه

خوست کې د کرنې سل شنې خونې جوړې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دغه خونې د کرنۍ او مالدارۍ وزارت له لوري د (کاردیف) موسسې په مالي مرسته جوړې شوې دي چې په مجموعي ډول ۶ سوه اویا زره امریکایي ډالر لګښت پرې شوی. د خوست والي په وينا له دغو شنو خونو څخه به هر کال ۶۵۰ټنه تازه سبزۍ بازار ته وړاندې کړي او له ګاونډي هېواد پاکستان به د سبزیو د رالېږد مخه ونیسي.

د خوست والي حکم خان حبيبي څرګندوي چې د اوس له پاره په خوست کې د دغو شنو خونو شمېر سلو ته رسېږي.

همدا راز د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس سميع الله نصرت وایي چې د دغو سلو شنو خونو ترڅنګ تازه په دې ولایت کې د ۳ نیم سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت ۵۰نورې شنې خونې هم منظورې شوې دي. زیاتوي چې په دې شنو خونو کې ۷۰فيصده لګښت کرډایف موسسه او ۳۰ فيصده خپله بزګران ورکوي.

له بلې خوا ځایي کروندګر وایي چې پخوا له پاکستانه خوست ته سبزۍ راتلې، خو اوس به د کال په ۱۲میاشتو کې خپل تازه سابه ولري او بل به د کروندو سره اقتصادي مرسته هم وکړي.

ځایي چارواکي وایي، له دغو سلو شنو خونو څخه به هر کال ۶۵۰ټنه شنه سبزي ترلاسه او بازار ته وړاندې کېږي او دا به نه یوازې د خوست له پاره بسنه وکړي، بلکې ګاونډیو ولایتونو ته به هم تازه سبزۍ ورکړي.

خبريال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version