بی بی سی پښتو

خوست کې د یوې کورنۍ د غړو په وژنه د تورنو کسانو او خپلوانو کورونه وسوځول شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۸, ۱۳۹۹)
BBC

د افغانستان سوېل ختیځ ته د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ځایي خلکو د چراګاه او دیګانو کلي د هغه کس او څلورو نورو خپلوانو کورونو ته اور ور کړ چې ویل کېږي وړمه ورځ یې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي او دوه نور ژوبل کړي وو.

خواله رسنیو کې د دې پېښې ویډیووې او انځورونه لاس په لاس کېږي.

په ویډيو کې ښکاری چې خلک کورونو ته پر اور اچولو سربېره د دودانیو ړنګولو هڅه هم کوي.

په سیمه کې امنیتی چارواکو د بي بي سي خبریال نصرت تسل ته ویلي، د قومي مشرانو د پرېکړې له مخې دې کورونو ته اور اچول شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، د کور نارینه مشران تښتېدلي او دوی ښځې او ماشومان خوندي کړي دي.

خوست کې د تېرې یکشنبې په ورځ ماخستن د کور مشر نارینه، دوه مېرمنې او څلور ماشومان-چې دوه یې نجونې او دوه هلکان وو- ووژل شول.

BBC

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د دې پېښې په اړه وړاندې ویلي وو چې عاملان یې د ده په وینا مالوم شوي او د پېښې په اړه جدي څېړنې روانې دي.

د خوست امنیتي چارواکو ویلي وو چې د دوی لومړني معلومات ښیې چې پر دې کورنۍ د شخصي دښمنۍ له امله برید شوی دی.

ځايي مشر شمل خان منګل وايي، څوک چې دا ډول ظلم کوي دوی به یې د پخواني دود او قومي تړو له مخې کورونه او جایداد له منځه وړي:

“موږ پوښتنه کړې، دې خلکو په وژنه کې لاس درلود ځکه مو کورونه ورته ړنګ کړل، څلور پنځه کورونه ړنګ شول”.

BBC

دې اور اچولو ته خواله رسنیو کې پراخ غبرګون ښودل شوی دی.

یوه فیسبوک کارن، شریف الله شرافت لیکلي: “دا کار د قومي مشرانو د پرېکړې په اساس د ظلم او ظالم د غندنې، له مظلوم سره د خواخوږۍ او نورو ته د عبرت په پار ترسره کیږي”.

لیکوال او خبریال زاهد شاه انګار هم د کور سوځولو هرکلی کړی او وایي: “تر هغو چې په ټولنه کې د قوانینو مطلق تطبیق ته بستر اماده کیږي، که په قومونو کې هغه پخواني دودونه، نرخونه، تړې او څلي کټ مټ د پخوا په شان عملي شي، دا کار د ټولنیز ټیکاو په ټینګښت کې ډیر ګټور تمامیدلی شي”.

BBC

خو ځینو بیا دا کار سم نه دی بللی او لیکلي یې دي چې بیا هم مجرم ته د سزا په ځای د کورنۍ نور غړي له ستونزو سره مخ شول.

سباوون ستوری مهیدي لیکي، دی یې مخالف دی او دا کړنه باید د ستاینې پر ځای وغندل شي، ځکه د ده په وینا جرم د کورنۍ یوه غړي کړی او سزا ټولې کورنۍ ته ورکول کیږي:

“دین، مذهب او قانون کې راغلي دي چې په داسې حالاتو کې دې ټولې کورنۍ ته سزا ورکړل شي”؟

ځینې نورو بیا لیکلي چې مجرم ازاد ګرځي، نو کور ته اور چول څه مانا لري؟.

Trending

Exit mobile version