تازه خبرونه

خوشې شوي طالبان به افغانستان ته هېڅ ګواښ نه وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د امريكا سفير جېمز كننګهم وايي، له ګوانتانامو څخه افغانستان ته د پنځو طالب بنديانو د لېږدولو په تړاو د كابل – واشنګټن تر منځ هېڅ هوكړه نه ده شوې.
سپينه ماڼۍ د ګوانتانامو له زندان څخه د طالبانو د ډلې د پنځو كليدي غړو خوشې كېدل د امريكا او افغانستان امنيت ته خطرناك نه بولي.
په كابل كې د امريكا سفير جېمز كننګهم وايي، د افغانستان ثبات له هر څه زيات متحدو ايالتونو ته مهم دى.
نوموړي همدا راز د امريكايي بندي سرتېري د تبادلې پر وړاندې د پنځو طالبانو آزادولو نه دفاع وكړه او د افغان دولت د څرګندونو پرخلاف يي وويل، په دې اړه چې دا زندانيان دې له ګوانتانامو څخه افغانستان ته واستول شي، د كابل- واشنګټن تر منځ هېڅ هوكړه نه ده شوې.
هغه زیاتوي، مونږ له افغان حكومت سره داسې هوكړه نه درلوده، چې د طالبانو د ډلې دا ۵ غړي دې له خوشې كېدو وروسته كابل ته ولېږدول شي، خو ډاډه يم چې د دوی د څارنې لپاره د قطر دولت لازم تدابير نيولي دي او د امريكا او افغانستان امنيت ته به ګواښ نه وي.
په كابل كې د امريكا سفير د افغانستان او پاكستان تر منځ د سرحدي شخړې د حل لپاره ديپلوماسي غوره او يواځينۍ ټاكنه بولي.
هغه وايي، د ناټو مسئولينو او امريكايي چارواكو د پاكستان له پوځي چارواكو سره د افغانستان پر خاورې د پاكستان د توغنديزو بريدونو د پاى ته رسولو په باب خبرې كړې دي.
نوموړی همدارنګه وایي، د افغانستان او پاكستان تر منځ د سرحدي شخړو د پاى ته رسولو تر ټولو غوره لار دا ده، چې د دواړو هېوادونو پوځي مشران او ديپلوماتان خبرې وكړي،. مونږ هم له پاكستاني چارواكو سره د دې شخړې د پاى ته رسولو لپاره خبرې كړي او دوام به وركړو.
د امريكا متحدو ايالتونو يو ځل بيا له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستان سره د خپلو ژمنو پر دوام ټينګار وكړ.
په كابل كې د امريكا سفير له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتلو پلان د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواكونو د پياوړتيا ښودونكى بولي نه دا، چې د ده په خبره د كابل- واشنګټن تر منځ اړيكې ترېنګلې دي.

Trending

Exit mobile version