سیمه ییز خبرونه
خوشې شوي طالب بنديان بېرته د افغان دولت پروړاندې د جګړې ليكو ته ستانه شوي دي
د پاكستان له زندانونو د طالب بنديانو خوشې كېدل په ۲۰۱۳م كال كې د افغانستان مهمه لاسته راوړنه ده. د بهرنيو چارو وزارت د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، چې دا بنديان د افغان حكومت په غوښتنه خوشې شوي او پاكستان ډېرو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ويلى دى.
د طالبانو خوشې كېدل او د سولې په ټپه ولاړ حالت، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، د طالب بنديانو خوشې كول يې په ۲۰۱۳ كال يوه مهمه لاس ته راوړنه وه.
په داسې حال كې، چې د پاكستان له زندانونو د ځينو خوشې شويو طالبانو برخليك روښانه نه دى او له بلې خوا وېل كېږي، چې يو شمېر خوشې شوي طالبان په افغانستان كې د سولې له بهير سره د همكارۍ پرځاى له دولت سره په وسله وال مخالفت كې ښكېل دي، نو دا څه ډول لاس ته راوړنه بلل كېږي.
ملا عبدالغني برادر د طالبانو مهم خوشې شوى شخص دى، چې نيژدې دوې مياشتې وړاندې تر ډېرو هڅو وروسته د پاكستان له زندانه خوشى شو، خو ويل كېږي، چې تراوسه يې كورنۍ هم نه دى ليدلى او له بلې خوا داسې رپوټونه هم شته، چې د سولې د عالي شورا رئيس پاكستان ته د سفر پروخت له هغه سره يوازې يوه دقيقه خبرې كړې دي.