تازه خبرونه

خوشې شوي طالب بندیان د جګړې ډګرونو ته ستانه کیږي- راپور

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۳۹۹)

فارن پالیسي څرګنده کړې، چې خوشې شوي طالب بندیان د دوحې دهوکړې خلاف د قومندانانو یا جنګیالیو په توګه بېرته د جګړې ډګر ته ستنیږي.

د راپورونو له مخې، ډېري خوشې شوي طالب بندیان بیا وسله راپورته کوي او د حکومت پروړاندې جنګېږي.

 فارن پالیسي څرګندوي، چې طالب پېژندونکیو هر یو مایکل سمپل او فیلکس کوین د افغانستان د سولې خبرو اترو پروژې په اړه په شمالي ایرلند کې کوینز پوهنتون ته په یوه ناخپره شوې لیکنه کې څرګنده کړې، چې پخوانيو طالب بندیانو په جګړه کې برخه اخیستي، په جګړه کې وژل شوي، نیول شوي او یو له پخوانیو بندیانو ان د بدل اخیستنې په برید کې لاس درلود.

په راپور کې راغلي، چې د دوی د سروې له مخې د پخوانیو طالب بندیانو ۶۸ سلنه له ۱۰۸ کسانو څخه بېرته له طالبانو سره یو ځای شوي او جګړه یې  بیا پیل کړی او یا له طالبانو پاتې شوي، چې د جګړې نیت لري یا اردو ته وردننه شوي او یا په سیاسي جوړښت کې دي، چې د وسلوالو مخالفینو په څېر جګړه ییزې هڅې تر سره کوي.

په هغه لیکنه کې، چې پر دې موضوع لیکل شوې راغلي؛ یو شمېر پخواني بندیان له خوشې کیدو وروسته د قومندانانو په توګه ټاکل شوي دي.

د راپور له مخې: د دوه پخوانیو بندیانو ځایناستي د هغو وروڼه یا زامن ول؛ خو له خلاصیدو سره سم یې پخوانۍ دندې بېرته ترلاسه کړې… یو شمېر نور قومندانان شول او له طالب چارواکو سره یوځای شوي دي. د ولسوالانو په توګه د پخوانیو بندیانو ټاکل، چې په سیمه کې د پوځي او ملکي چارو څارنه کوي؛ اوس پراخه بڼه خپله کړې ده.

فارن پالیسي راپور ورکوي، چې د طالبانو څه نا څه اتیا سلنه مرکه شوي کسانو غوښتل بېرته د جنګړې ډګر ته ستانه شي؛ خو د کورنیو لخوا ورسره مخالفت شوی. پداسې حال کې، چې ۲۴ سلنه د بېلابېلا دلیلونو له مخې پرېکړه کړې، چې جګړې ته به ونه دانګي؛ ځکه، نو دوی غواړي نورمال ژوند ته وروګرځي.

فارن پالیسي په ډاګه کړې؛ یوه لوړ پوړي افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، څرګنده کړې، چې د راپور موندنې له هغه څه سره سمې دي، چې مونږ لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د بندیانو خوشې کولو بهیر بشپړ شو او ویل کیږي، چې د افغانانو ترمنځ خبرې به هم راتلونکې اوونۍ په دوحه کې پیل شي.

Trending

Exit mobile version