تازه خبرونه

خپلمنځي خبرې دې له ځنډ پرته ژر پیل شي

Published

on

د افغانستان د سولې راوستلو ځانګړي امریکایي استازي زلمي خلیزاد د بندیانو خوشي کول د سولې په اړه حساس پړاو ته رسیدلي بولي او ټینګار کوي، چې خپلمنځی خبرې دې له ځنډ پرته ژر پیل شي.

له هغې وروسته، چې ولسمشر غني د دوه زره نورو طالب بندیانو د ژر خوشې کولو ډاډ څرګند کړ؛ زلمي خلیلزاد په ډاګه کړه، چې د بندیانو خوشي کول حساس پړاو ته رسیدلي او باید ژر او له ځنډ پرته خپلمنځي خبرې پیل شي.

خلیلزاد تېره شپه په خپلو یو لړ ټویټ پیغامونو کې له ټولو اړخونو غوښتي، چې د دغه بهیر پروړاندې خنډونه لیرې او ژر تر ژره د خبرو پر میز راټول شي.

نوموړي څرګنده کړې: مونږ تر بل هروخت بین الافغاني خبرو ته نږدې یو؛ ټول اړخونه باید ژر تر ژره د مذاکرې میز ته  د تګ په اړه کار وکړي او د هغو خرابکارانو مخه ونیسي، چې غواړي دا بهیر کمزوری او د افغانانو د سولې هیلې ګمراه کړي. مونږ د دې هرکلی کوو، چې اوس حکومت درې زره بندیان او طالبانو له ۵۰۰ ډېر د حکومت بندیان خوشې کړي. دا مهمه ده، چې دا بهیر دوام ومومي او د مذاکراتو پروړاندې پراته خنډونه لیري شي؛ مذاکرات باید ژر تر ژره د افغانانو د ډاډ او مشرۍ له مخې د دولت د ټولګډونه پلاوي او طالبانو تر منځ پيل شي.

د ولسمشر غني له خبرو څو ګړۍ وروسته د طالبانو سیاسي دفتر هم په ډآګه کړه، چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر ښه پرمختګ دی او که پېنځه زره بندیان خوشې شي؛ په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.

د طالبانو د رژیم لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي: اسلامي امارت ژمن دی، چې د بندیانو له خوشې کیدو وروسته له خنډ پرته خبرې پیل کړي.    

په همدې وخت کې د پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان له لوی درستیز او د امریکا د سولې مرکز له مشر سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې بهیر په ښه لوري درومي، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف هم د قطر له ځانګړي استازي سره  په جلا کتنو کې د سولې وروستۍ هڅې هیله بښونکې نومولي دي.

حامد کرزي ته نږدې شهزاده  مسعود وایي؛ هیله من یم، چې خبرې ژر پیل شي.      

ویل شوي، چې کله د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شي د جون میاشتې په نیمایي کې به خپلمنځي خبرې پيل شي او ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ امریکا، روسیه او افغانستان د دغو خبرو په څرنګوالي خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version