تازه خبرونه
خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو پلاوی وټاکل شو
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتسل په دوحه کې له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې آلمان، ناروې، ازبکستان، قطر او اندونیزیا هېوادونو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو یو پلاوی ټاکلی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته اوس سترګې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل ته ور اوړي، چې آلمان، ناروې، ازبکستان، قطر او اندونیزیا یې کوربتوب ته چمتووالی نیولی او ټاکل شوې، د مارچ پر لسمه پیل شي.
دغه پلاوی به هڅه وکړي، چې هر څومره ژر د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک پوتسل ویلي: جرمني چمتو دی، چې د دغو خبرو کوربتوب وکړي؛ خو زیاتوي، چې د خبرو ځای به افغان دولت او طالبان وټاکي.
دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل مخکې باید د دوی پېنځه زره بندیان را خوشې شي.
د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د افغان دولت له زندانونو څخه پېنځه زره طالبان زندانیان او د طالبانو له زندانونو څخه زر تنه افغان سرتېري او دولتي مامورین راخوشې شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی امیرخان متقي وايي، چې دوی د خپلو ۵ زره بندیانو نوملړ امریکا ته سپارلی دی.
د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې به پر اوربند او د نظام پر بڼه خبرې وشي.
په قطر کې د طالب پلاوي غړی خیرمحمد خیرخواه وايي؛ دا مهمه نده، چې په دغو خبرو کې د امارت او یا هم د جمهوریت لپاره پرېکړه وشي.
که څه هم وسلوال طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پیژني؛ خو وايي، چې حکومتي غړي به د افغانانو د خپلمنځي مرکچیانو په ډله کې وي. مهمه دا ده، چې اوس هم د افغان حکومت لخوا د مرکچي پلاوي برخلیک څرګند ندی.