بی بی سی پښتو
خیریه بنسټونو او نړیوالو ادارو افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه
له اتیاوو ډېر افغان خیریه بنسټونو او نړیوالو ادارو افغانستان کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې، دا ځکه چې په وینا یې کورونا ویروس له وړاندې دا جگړه ځپلی هېواد ګواښي چې ورسره د مبارزي لپاره روغتیايي سیتم او زیربنا هم نلري.
د دې لسګونو بنسټونو لخوا په خپره شوې گډه ويناپاڼه کې همداراز غوښتنه شوې چې د کورونا ویروس خپرېدو ته باید لا ډېر چمتوالی ونیول شي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې همدا نن سې شنبه د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې طالبانو د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
د خير ښېگنې د لسگونو ادارو دغه گډه وينا خبردارى ورکوي، اوس دا گواښ شته چې افغانستان د نړۍ په تر ټولو ډېر اغېزمن شوي هېواد بدل شي، چې نړۍ کې شته روغتيايي کړکېچ به لا ژور کړي.
خپرې شوې گډې اعلاميې کې راغلي په داسې حال کې چې افغانستان له گڼو کړکېچونو سره لاس او گريوان دى د کورونا ويروس خپرېدل به ويجاړونکى اغېز ولري.
دغه هېواد کې د کوېد ١٩ د مثبتو پېښو شمېر ټيټ پاتې خو د ازموينو کم شمېر، کمه وړتيا او سرچينې ناروغان گواښي.
د کورونا دا مرگونى ويروس په داسې مهال کې خپرېږي چې د طالبانو بريدونه په ډېرېدو دي او کابل کې غځېدلې خپلمنځۍ شخړه په دې وروستيو کې لامل شوه چې امريکا دغه هېواد ته له خپلو کېدونکو مرستو يو ميليارډ ډالر کم کړي.
ویناپاڼه کې راغلي، له افغانانو په زياتېدونکې او همغږه توگه په ټينگه دا غوښتنې کېږي چې د يوۀ بل پر وړاندې له جگړې لاس پر سر شي او خپل پام پر خپل گډ غليم ور ټول کړي.
د افغانانو له نيمايي ډېر نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي نو دې ته په پام سره د ځان ساتنې لپاره ډېر څه په لاس کې نه لري.
- ملګرو ملتونو افغانستان او ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه
- ملي امنیت شورا: طالبانو د افغانانو پر ضد تاوتریخووالی ډېر کړی
څه د پاسه سل زره افغان کډوال په دې وروستيو کې بېرته له ايرانه ستانه شوي چې سيمه کې د کورونا د خپراوي يو مرکز دى، او د دوى د ډيرو ازموينه نه ده شوې او ځاى ځايگى يې هم نه دى مالوم.
تېره مارچ میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم په یوه اعلامیه کې په دې هېواد کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي وو چې تاوتریخوالی نور هم کم کړي او اوربند ته کار وکړي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش دا غوښتنه د نړېوال اوربند لپاره کړې وه او ویلي یې وو، په دې سره به ټول پام د کوویډ-۱۹ یا کورونا وېروس ساري ناروغۍ سره مبارزې ته واوړي.