تازه خبرونه

داسې څه نه ترسترګو کیږي، چې افغان کډوال دې د پاکستان په ترهګریزو کړنو کې لاس ولري – امریکا

Published

on

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې پر ورځ یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې؛ داسې نښې نښانې نه‌شته، چې افغان کډوالو دې د پاکستان په اړوند سیمو او یا يې پولو کې ترهګریز فعالیتونه کړي وي.

جان کربي ویلي: مونږ د هغو افغانانو په اړه، چې یوازې د استوګنې د خوندي او ډاډمن ځای په لټه کې دي؛ د پاکستان له روان غیرمعمولي سخاوته مننه کوو او دغه راز به له پاکستان سره د اړوند تروریستي ګواښونو په اړه ګډ کار او همکاري روانه ساتو.

د پاکستان پوځ تېره اوونۍ ویلي وه، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له خوندي پټنځایونو او ازادو هڅو جدي اندېښنې لري.

د پاکستان پوځ دا هم ويلي، چې تېره اوونۍ د بلوچستان ایالت د پوځ پر یوه مرکز د برید پرمهال یې ۹ سرتېري وژل شوي او ۳ نورو په اړوند سیمه کې پر ډزو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې، دا ډول بریدونه د زغملو وړ نه‌دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو له اغېزمن ځواب سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت دا ډول تورونه تل رد کړي او وایي؛ هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

Trending

Exit mobile version