بلخ @ps
داعشیانو د جوزجان د درزآب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی- چارواکي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرو وسلوالو د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی.
د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی و.
د جوزجان والي مرستیال منلې، چې د اړوند ولسوالۍ پر مرکز داعش وسلوال برید کړی؛ خو وایي، چې د داعش او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او مرکزي حکومت باید دې نښتې ته جدي پاملرنه راواړوي.