تازه خبرونه
داعش او امریکا په گډه د افغانانو وژنه پیل کړې ده – ولسي جرګه
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي؛ داعش د امریکا په ملاتړ د افغانانو وژنه پیل کړې ده.
دوی همدا رنګ له امریکا سره د امنیتي تړون د فسخ کولو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي په افغان دولت هم تور لګوي چې له داعش سره یې معامله کړې او ترهګرې ډلې په الوتکو کې د افغانستان شمالي ولایتونو ته لیږدوي.
ولسي جرګې پریکړه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د ملي امنیت سلاکار او نور امنیتي مسولین په دې هکله استجواب کړي.
له داعش سره د امریکا د ملاتړ او د افغانستان د ملي امنیت د شورا له خوا د داعش له کورنیو سره د مالي مرستې د ګنګوسو او رپوټونو له خپریدو وروسته په ولسي جرګه کې له امریکا سره د امنیتي تړون د فسخ کولو غږ اوچت شو.
د ولسي جرګې غړي وايي چې تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د جګړې اور تازه شوی او امریکا د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې بې پروايي کوي.
د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی:
“نن دي زموږ هغه معنوي پلار اوباما راشي او موږ دې د داعش له عذابه خلاص کړي، د خدای له قهره دې موږ خلاص کړي، د پاکستان له غلطې پالیسۍ او دوستۍ څخه دې موږ خلاص کړي. راشئ چې یو باجراته قدم واخلو، په خدای توکل وکړو او د خدای په قران ځان وسپارو او دغه کفار له دا ملکه وباسو او دغه تړون مات کړو.”
د ولسي جرګېغړی اقبال صافیاو یو شمېر نور په حکومت تور لګوي چې وسلوالو طالبانو ته پیسې، وسلې او مهمات ورکوي او د افغانستان شمال ته يې په هلیکوپترو کې لیږدوي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي هم وویل چې په دې اړه به امنیتي مسولین او د ملی امنیت مشاور استجواب کړي او که ځوابونه یې د قناعت وړ نه و، نو په اړه به یې پرېکړه شي.
د ولسي جرګې غړو بهر هیوادونو ته د افغان ولسمشر سفرونه هم عجولانه بولي او په افغانستان کې یې د داعش د فعالیتونو په خوریدو اندېښنه وښوده.
په افغانستان کې د جګړې د بل شوي اور په وروستیو لمبو کې په ننګرهار کې یو سلو پنځوسو ملکې وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.