تازه خبرونه

داعش او نورو ورته ډلو په افغانستان کې ماته خوړلې – امیرخان متقي

Published

on

د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې؛ داعش ډلې په افغانستان کې د برید وس له لاسه ورکړی؛ نو، ځکه بې دفاع خلک پر نښه کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې امیرخان متقي لویدیځ تورن کړ، چې د افغانستان پرمختګونه له پامه غورزوي.

متقي ویلي، چې لویدیځ باید د مثبت تعامل لپاره معقوله لاره غوره کړي.

د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز له خونړي برید څلور ورځې وروسته سره لیدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، توماس نیکولسون په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید غندلی او دا یې پر افغانانو برید بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما د څېړنو پر بنسټ په دغه برید کې تر دې دمه ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپي دي.

ښاغلي متقي ویلي چې له لویدیځ د مثبت تعامل لپاره باید مشخصې لارې چارې غوره کړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د دې غونډې په اړه څه ندي ویلي.

اروپايي ټولنه او امريکا په اسلامي امارت  نیوکه کوي، چې ګواکي د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې کوي.

لویدیځ وايي، چې له اسلامي امارت سره تعامل هغه وخت ښه کیدای شي، چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي.

اسلامي امارت ویلي؛ د اسلامي شریعت په چوکات کې د ټولو وګړیو حقونو ته درناوی کوي او له نړۍ غواړي، چې پر رسمیت یې وپېژني.

Trending

Exit mobile version