تازه خبرونه

داعش د افغانستان لپاره د جنګیالیو د ګمارلو بهیر چټ کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې داعش ډلې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د جنګیالیو د ګمارلو بهیر چټک کړی؛ د سوریې، عراق او پاکستان له هېوادونو څخه یې د جنګیالیو ګمارنه پیل کړې او هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو پر ضد له افغانستان څخه د اډې په توګه کار واخلي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې داعشپه ځانګړې توګه له فراه، هلمند، کونړ، بدخشان، کندز او فاریاب ولایتونو څخه غواړي،چې د اډې او یوې لارې په توګه د منځنۍ آسیا آرامو هېوادونو ته د رسیدو لپاره استفاده وکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمدرادمنش هم تائیدوي،چې داعش د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د رسیدو لپاره ملا تړلې او دا مهال یې په عراق، سوریهاو پاکستان کې له افراطي ډلو لکه لشکرطیبه، لشکر جنګوي او څو نوروډلو څخه د افرادو د ګمارلو بهیر پیل کړی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس  کریم خرم وایي،په راتلونکي کې به د داعش ډلې د موخې وړ هېوادونو ته د دغې ډلې د جنګالیو د لیږد بهیر پیل شي او دا مهال دغه ډله هڅه کوي،چې خپلې ځالې په شمال، ختیځ او سویل کې آبادې کړي.

څو میاشتې مخکې افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل؛خو اوس، چېپه سوریهاو عراق هېوادونو کې دغه ډله تر فشار لاندې ده ویل کیږي،چې جنګیالیو یې د افغانستان پر لوريمخه کړې او ممکن د راتلونکي کال په پسرلي کې له دې هېواد څخه پر استفادهمنځنۍ آسیا هېوادونو ته د رسیدو هڅه وکړي.

Trending

Exit mobile version