تازه خبرونه

داعش د افغانستان په یوه ناامنه سیمه کې د مرکز جوړولو هڅې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د داعش حضور د حیرانتیا وړ نه، بلکې یو حقیقت دی، چې د له منځه وړلو لپاره به یې جدي اقدام وشي.

داعش په افغانستان کې یوه نوې پدېده  ده چې په هکله یې په کور دننه او بهر بحثونه کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر وایي؛ مونږ په افغانستان کې داعش او د هغوي متحدین لیدلي او په اړه یې غږیدلي یو. مونږ د دغه حقیقت په اړه خبرې کړي، چې داعش غواړي په یوه ناامنه سیمه کې یوه څانګه پرانیزي. په هماغه ډول، چې دا ډله وینو په همغې کچې هڅه کوو، چې رهبري یې له منځه یوسو. که ووینو، چې داعش د حضور د پراختیا هڅه کوي؛  نو په چټکۍ به یې د بې برخې کولو لپاره اقدام وکړو.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان جنرال جان الن هم وایي؛ ترهګر کلونه کلونه کیږي، چې له پاکستان او ایران څخه وسلې تر لاسه کوي.

د هغه په وینا: په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو ډلې خپلې وسلې د سیمې له هېوادونو برابروي؛ هغوی له پاکستان څخه راځي، چې هلته خوندي مرکزونه لري، په دې برخه کې هم پاکستان او هم ایران تر یوه بریده رول لري.

په روان کال کې د داعش او طالبانو فعالیتونه مخ په پراختیا دي او داعشیانو تېره اوونۍ په غور ولایت کې شاوخوا دېرش ملکي وګړي پر ډزو ووژل.

Trending

Exit mobile version