تازه خبرونه

داعش د بغلان پر خانقاه د برید مسوولیت ومانه

دوه شپې مخکې (د جمعې پر شپه) په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر زیارت وسلوال برید تر سره شو.

Published

on

داعش په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ پر خانقا د برید له کبله د ۱۰ کسانو د وژلو مسوولیت منلی دی.

دوه شپې مخکې (د جمعې پر شپه) په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر زیارت وسلوال برید تر سره شو.

په دې برید کې، چې د  ولسوالۍ د زاړه ښار د سید پاچا پر زیارت تر سره شوی ۱۰ کسان ووژل شول.

له دې مخکې د بغلان امنيه قومندانۍ د امنيت آمر عبدالغيور خادم ويلي وه، چې د دې پېښې په تړاو څو کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

Trending

Exit mobile version