تازه خبرونه
داعش د کابل د شکردرې په لوی جومات کې د چاودنې پړه ومنله
د داعش خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې داعش جنګیالیو د کابل د شکر درې په لوی جومات کې د چاودنې مسوولیت منلی دی.
د کابل د شکردرې په یوه جومات کې د جمعې د ورځې د یوې نیمې بجې د چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستې، چې په کې د جومات د امام مفتي نعمان په ګډون لږ تر لږه ۱۴ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د لوی جومات په محراب کې رامنځته شوې ده.
چاودنه په داسې حال کې شوې، چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په ویاړ درې ورځني اوربند کړی دی.
د داعش خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې جنګیالیو یې د جومات دننه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه او هغه مهال یې چاودنه وکړه کله، چې عبادت کوونکي د کوچني اختر پر دوه یمه ورځ د جمعې د لمانځه د ادا کولو نیت وکړ.
د یادونې ده، چې د حکومت او طالبانو اوربند د شنبې پر نیمه شپه پای ته ورسیده او جګړه له سره پیل شوې ده.