تازه خبرونه

داعش د کابل په دشت برچي کې د چاودنې مسوولیت ومانه

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د داعش خراسانۍ ډلې د شنبې پر ورځ د افغانستان د پلازمېنې کابل د دشت برچي په اړوند سیمه کې پر تونس ډوله موټر د بمي چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

دغه چاودنه د شنبې پر ماښام د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د مهتاب کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي او د پېښې د عیني شاهدانو له قوله هغه مهال ویلي وه، چې پېښه په موټر کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version