تازه خبرونه

داعش غواړي طالبان مات او ځان واک ته ورسوي- سرګی لوروف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د داعش ډله له وسلوالو طالبانو سره په سیالۍ کې ده او غواړې طالبانو ته مات او ځان واک ته ورسوي.

له هغې وروسته، چې د امريکا متحده ايالاتو په ليبيا کې معمرالقذافي راوپرځاوه، يوشمېر ګاونډ هېوادونو د اتومي وسلو په اړه فکرونه وکړل.

دا په نړۍ کې د ثبات په برخه کې د واشنګتن ترټولو منفي اغېز و.

د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف د دغه مطلب له ویلو سره په ډاګه کړه، چې د نړۍ په ثبات کې امريکا ستر منفي او خطرناک اغېز لري او دا دوره، د لاوروف په وینا، دوام لري.

د ده په خبره د عراق او شام د داعش نومو ډلو ټول کسان د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين له جنرالانو، کشفي، استخباراتي مامورينو او افسرانو څخه جوړ شوې ده.

داعش په عراق او سوريه کې کرل شوي او په فعاله توګه په ليبيا کې وده کوي او اوس دغه هېواد دولت نه لري.

دغې ډلې اوس په افغانستان کې هم فعاليت پیل کړی او د طالبانو سره په سيالۍ کې دي.

له دې وړاندې روسیې په افغانستان کې د داعش له ودې او پراختیا څخه اندېښنه شودلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو دوه کلونو کې د داعش په وړاندې د افغان ځواکونو جګړه اغېزمنه بولي او ویلي یې دي، چې دا هېواد د داعش ګورستان دی.  

Trending

Exit mobile version