تازه خبرونه

داعش په افغانستان کې احیا شوی- مایکل مککال

مککال څرګنده کړې: « یوه بله مسله، چې زه یې په اړه ډېر اندېښمن یم د افغانستان له سقوط او تراژیدۍ سره مونږ په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدو شاهدان یوو. “دې رښتیا هم اندېښمن کړی یم.”

Published

on

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال له ای‌بي‌سي سرچینې سره په مرکه کې ویلي، چې داعش په افغانستان کې بیا سر راپورته کړی دی.

مککال څرګنده کړې: « یوه بله مسله، چې زه یې په اړه ډېر اندېښمن یم د افغانستان له سقوط او تراژیدۍ سره مونږ په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدو شاهدان یوو. “دې رښتیا هم اندېښمن کړی یم.”

مککال زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې له داعش سره تړلي اته کسان امریکا ته رادننه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې داعش یې له منځه وړی او د افغانستان خاوره د بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

Trending

Exit mobile version