تازه خبرونه

داعش په افغانستان کې ځپل شوی – د ریاست الوزراء مرستیال

Published

on

په سیاسي چارو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د نازیان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی دی.

نوموړي زیاته کړې، د شینوارو خلکو هم لکه د هېواد نور اوسېدونکي د داعش د فتنې ښکار شوي دي؛ خو اسلامي امارت بریالی شوی، چې د دوی له شره یې وژغوري.

هغه ویلي، اسلامي نظام د خلکو په خدمت کې دی او د ننګرهار د خلکو ستونزو ته به پوره پاملرنه وکړي.

د نازیان ولسوالۍ قومي مشرانو د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په دولتي ادارو کې د دې ولایت د کدرونو د ګمارلو غوښتنه وکړه.

قومي مشرانو دا هم ویلي؛ خوښ دي، چې په دغه ولایت کې داعش ځپل شوی دی.

د دې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ویلي؛ داعش ډله ختمه شوې ده. ان شاالله او بیا به هم وځپل شي.

دغه راز کارپوهان په‌دې باور دي، چې داعش اوس هم د افغانستان لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي او امنیتي ادارې باید د دغې ډلې د پوره له‌منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازي ویلي: داعش یوازې افغانستان ته نه، بلکې د سیمې او ټولې نړۍ لپاره بشپړ ګواښ دی او نړۍ اندېښمنه ده، چې داعش به خپرېږي؛ خو هغه څه، چې مونږ نن وینوهغه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د پخوا پر پرتله د مبارزې جدیت دی.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه کلونو کې د اسلامي امارت ځواکونو د داعش د ځپلو لپاره ډېر عملیات کړي، خو د دې ډلې فعالیت صفر ته راټیټول زیاتې مبارزې ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version