تازه خبرونه

داعش په افغانستان کې ۱۳۰۰ جنګیالي لري، چې زیاتره یې پاکستانیان دي-جنرال نیکلسون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ماموریت قوماندان وایي؛ داعش دا مهال په افغانستان کې یو زر و درې سوه جنګیالي لري، چې زیاتره یې پاکستانیان او د اورکزیو اوسیدونکي دي.

په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندانجنرال جان نیکلسون په ډاګه کړې، چې په نړۍ کې له فعالو اته نوي ترهګرو شبکو او سازمانونو شل یې په  افغانسنان او پاکستان کې فعالیت کوي.

د نوموړي په وینا؛ پر دغو شبکو د فشار راوړلو لپاره زمونږ حضور اړین دي؛ ځکه، چې په نړیواله کچه په ځانغوښتنه کې بریا ته ونه رسیږي.

دغه څلور ستوریز امریکایي جنرال د داعش د جنګیالیو د شمېر په اړه هم اټکل کوي او وایي، مونږ اټکل کوو، چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر له دولس تر دیارلس سوو کسانو دی او هغوی زیاتره پاکستاني او د اورکزیو د سیمې دي، چې په تېرو کې د پاکستانيو طالبانو یوه برخه وه. مونږ د داعش د خراسان څانګې او په سوریه کې د داعش ډلې تر منځ د اړیکو لیدونکي وو. زه د امریکا له دفاع وزیر سره موافق یم، چې د حقاني پر شبکې پاکستان لازم فشار نه دی راوړی. هغوی د کابل په ښار او شاوخوا سیمو کې امریکایانو، ائتلافي او افغان ځواکونو ته لومړنی ګواښ دی.

نوموړی د افغان ځواکونو  تلفات هم د اندېښنې وړ بولي او وایي، د کمزورې رهبري او په پوستو کې د پاتې کیدو له کبله افغان ځواکونه ډېر تلفات زغمي.

هغه ټینګار کوي، چې زه د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه اندېښمن یم. مونږ د افغان ځواکونو انعطاف هم لیدلی. په رهبري کې ښه والی  او پر امنیتي پوستو کمه اتکا تلفات کموي. مونږ په څرګنده غواړو، چې له افغانانو سره په راتلونکي کال او راتلونکیو کلونو کې هم همکاري وکړو،  چې په تدریجي توګه د خپلې څارنې ساحه پراخه کړي، خپل تلفات د تکتیکونو او سیستم په تنظیم لږ کړي او تر ډېره پر ځان بسیا شي.

 دغه امریکایي جنرال له حزب اسلامي سره د حکومت هوکړه مثبت ګام بولي. هغه د بروکسل  جوړیدونکې غونډې ته هم نغوته کوي، چې په وینا یې په کې به نړیوال له افغانستان سره  تازه ژمنې وکړې او دا هېواد به بیا هم د پاملرنې وړ پاتې شي.

خبریال فهیم نوري

Trending

Exit mobile version