تازه خبرونه

داعش په جلال آباد کې د خپل لوی سيمه ييز مرکز د جوړولو په هڅه کې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لوی قومندان خبرداری ورکوي چې د داعش پلویان جلال آباد کې د دغې ډلې د سیمه ییز مرکز د جوړولو په هڅه کې دي جنرال جان کمپبل وایی، سوریې او عراق کې جنګېدونکي داعشیان ننګرهار کې له خپلو ملګرو سره یو ځای کیږي او ننګرهار کې د داعش ملاتړي عراق او سوریې کې د دغې ډلې له مشرانو سره د اړیکو نیولو په هڅه کې دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان جنرالکمپبل ټینګار کوي چې کندهار د داعشیانو بنسټیز هدف دی. په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم د داعش دا هڅه تاییدوي خو د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانانو په څېر د داعش مقابلې ته ودرېږي.

په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لوی قومندان په دې باور دی چې په امریکا او اروپا حملې د داعش اصلي اهداف دي. دی وایی، ننګرهار کې څو ولسوالۍ څو ځله د طالبانو او داعشیانو تر منځ لاس په لاس شوېدي.

 دغه څلور ستوریز امریکایی جنرال باوري دی چې ننګرهار کې د داعش جنګیالي په دې هڅه کې دي چې سوریې او عراق کې د داعش له مشرانو سره اړیکې ټینګې کړي او غواړي جلال آباد ښار د دغې ډلې په اصلي اډې بدل کړي. د جنرال جان کمپبل په وینا، تر کونړ او شماليولایتونو د فعالیتونو پراختیا او د کندهار ولایت اداره د داعش اصلي اهداف دي.

جنرال جان کمپبل وایی: “د داعش پلویان د ننګرهار په جلال آباد ښار کې د خراسان په نوم د یوې اډې د جوړولو په هڅه کې دي، سوریې او عراق کې جنګېدونکي بهرني داعشیان ننګرهار کې له خپلو ملګرو سره یو ځای کېږي او بيعت يې ورسرهکړی دی.”

دغه امریکایی جنرال زیاتوي چې له داعش سره تر ډېره هغو طالبانو بیعت کړی چې ناراضه وو او له سوریې او عراق څخه زیاتره جنګیالي ننګرهار ته د راتلو په حال کې دي. افغان ځواکونه هم افغانستان، سیمې او نړۍ ته داعش جدي ګواښ بولي او له ټولو هېوادونو غواړي چې له داعش سره مقابله کې له افغانانو سره ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: “زمونږ هیله دا ده چې د سیمېهېوادونه جدیت وښیياو پرې نه ږدي چې داعش د سیمې او نړۍ ثبات وګواښي.”

داعشیانو شاوخوا یو کال مخکې ننګرهار کې فعالیت پیل کړی دی داعش په دغه ولایت کې بې رحمانه وژنې کړې دي، هدیرې او زیارتونه یې ويجاړکړي. حکومت وایي، چې په کار ده له دغې ډلې سره نړیواله مبارزه وشي.

Trending

Exit mobile version