تازه خبرونه

داعش په لوګر كې هم فعاليت پيل كړى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوګر محلي چارواكي د دغه ولايت په يو شمير سيمو كې د داعش ډلې د موجوديت پخلى كوي.

په همدې وخت كې د لوګر د ولايتي شورا يو شمير غړي د داعش د گواښونو په اړه خبردارى وركوي.

لوګر د كابل په ګاونډ كې هغه ولايت چې د داعش ډله هڅه كوي چې ځينې سيمې يې تر خپل واك لاندې راولي.

د لوګر امنيتي چارواكي هم دا مني چې دې ډلې په لوګر كې هم فعاليت پيل كړى، خو جدي امنيتي پلانونه نيول شوي چې مخه يې ونيول شي.

د لوګر د پوليسو قوماندان جنرال داوود احمدي:

له داعش سره مو کومه ستونزه نده راغلې؛ او د اسې معتبر اسناد هم شتون نه لري چې زموږ د ځواکونو په پوسته دې برید کړی وي؛ خو کشفي راپورونو تایید کړې چې په لرې سیمو کې تګ راتګ لري.

د لوګر د ولايتي شورا يو شمير غړي هم په دغه ولايت كې د داعش ډلې حضور د انديښنې وړ ګڼي او وايي كه حكومت د دې ډلې مخه ونه نيسي نو پايتخت به له ډېرو ګواښونو سره مخ كړي.

د ولايتي شورا غړى -محمد قسيم صديقي:

په لوګر ولایت کې خلک له دې اړخه په اندیښنه کې دي. په ځینو ټکو کې داعشیان لیدل شوي او داسې ښکاري چې داعش هم خپل فعالیتونه پیل کړي.

د لوګر اوسيدونكي هم له ناوړه امنيتي حالت ستړي شوي او وايي د امنيتي ګواښونو له امله ولسواليو ته تګ راتګ ډير ستونزمن دى.

د لوګر اوسيدونكى – محمد ګل:

دولت موږ ته هیڅ پاملرنه نه کوي؛ نه موږ ته پام کوي او نه هم امنیتي حالت ته. امنیتي حالت دومره خراب شوی چې که په همدې ډول روان وي، ښايي یوه یا هم دوه میاشتې وروسته دا ولسوالۍ رانسکوره شي.      

د لوګر اوسيدونكى – عبدالرحيم:

“خلک له وېرې له کوره بهر نه شي ګرځېدای؛ هم له ده لوري او هم له هغه لوري سپکيږي. څوک چې سلا لري، هغه هر څه دی او څوک چې سلا نه لري، هغه چپه ده.

د آریانا نیوز خبریال، رفیع صدیقي د دې موضوع د لاروښانتیا له پاره د دې ولایت د خوشي ولسوالۍ ته تللی؛ چې ویل کیږي داعش د دغه ولايت د خوشي ولسوالۍ د دوبندۍ په كلي كې چې د پاكستان له باړه چنار سره سرحد لري، خپل فعاليتونه پيل كړي.

د دې ولسوالۍ د ځینو اوسیدونکو په وینا، د دې ولسوالۍ په ځینو لارو کې هركله وسله وال له خلكو پوښتنه كوي؛ په داسې حال کې چې د امنيتي ځواكونو څو پوستې هم شته.

مېشت امنیتي ځواكونه د لوړو امنيتي ګواښونو له امله زموږ خبریالته اجازه نه راكوي چې نور وړاندې د دوبندۍ كلي ته لاړ شي چې ويل كيږي د طالبانو ترڅنګ داعش هم په كې خپل فعاليت پيل كړى، خو په ډير ټينګار لږ نور هم مخكې لاړم.

خبریال:رفيع صديقي

Trending

Exit mobile version