تازه خبرونه
داعش په ننګرهار کې له یوه قومي مشر سر غوڅ کړی دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب وايي، وسلوالو د پنجشنبې په شپه افضل خان له خپل کور وویست او پرون مازیګر یې سر پرې کړی تن پیدا شو.
هغه وایي، افضل خان د دې تر څنګ چې قومي مشر و، د ملي پیوستون د یوې کلیوالي شورا مشري هم کوله.
دی وایي، پخوا بټي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو حضور درلود؛ خو اوس همدې ډلې د طالبانو سپین بیرغ ښکته کړی او د داعش تور بیرغ یې پورته کړی دی.
ولسوال وایي، همدې ډلې څه موده مخکې هم یو موټر چلونکی په ډزو سره وژلی دی.