تازه خبرونه

داعش په ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهاروالي ویاند وايي داعش وسلوالو د روداتو ولسوالۍ په اخون کلي کې تېره شپه د مولوی عبدالصمد په نوم یو دیني عالم، چې د یاد کلي د ملا امام ترڅنګ خطیب هم و،له ځآن سره وړی او بیا يې وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، پېنځه څلوېښت کلن مولوی عبدالصمد حکومتي دنده او یا هم له حکومتي چارواکو سره اړېکه نه درلوده او د امامت ترڅنګ یې په ګڼ شمېر مدرسو کې د ښوونکي په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version