تازه خبرونه
داعش په کابل کې د پروني برید پړه منلې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
داعش ډلې د محمود خان پله تر څیرمه د پروني(د لړم ۲۶ کال ۱۳۹۵ل) برید پړه منلې ده.
د دغې ډلې د خراسان څانګې هغه انځورونه خپاره کړي، چې د پروني برید ځانمرګی ښيي.
داعش دغه کس طلحه الخراساني نوموي، چې په ادعا یې پرونی برید یې تر سره کړی دی.
پرونی برید، چې سهار اته بجې د محمود خان پله په سیمه کې رامنځته شو؛ څلور کسه یې ووژل او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې داعش په پلازمېنه کابل کې د ورته بریدونو پړه په غاړه اخلي.