تازه خبرونه

داعش په کابل کې د پرونیو چاودنو مسوولیت ومانه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۷, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ داعش خراسانۍ ډلې په کابل کې د پرونیو (چارشنبه د لړم ۲۶) دوه ترسره شویو چاودنو مسوولیت منلی دی.

په راپور کې راغلي؛ د داعش اړوند ډلې په خپل ټیلیګرام چینل کې ادعا کړې، چې د دې ډلې خراسانۍ څانګې د چارشنبې پر ورځ په کابل کې دوه خونړۍ چاودنې تر سره کړې دي.

د چارشنبې پر ورځ د دشت برچي د نقاش تمځي او شهید څلورلارې د سیمو په چاودنو کې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په تېرو ۱۰۰ ورځو کې داعش په کندوز، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پر جوماتونو د خونړیو بریدونو په ګډون د ګڼو نورو وحشتناکو پېښو مسوولیت منلی دی.

که څه هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش د فعالیت د پراخېدو له خطره خبرداری ورکړی؛ خو د حکومت اجرائیوي چارواکي په افغانستان کې د داعش فعالیت لوی ګواښ نه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېوادوال په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسیدونکي د اسلامي امارت له اړوند چارواکو غواړي، چې د دغو وحشتناکو بریدونو عاملین پیدا او پر مرګ محکوم کړي.

Trending

Exit mobile version