تازه خبرونه

داعش په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید مسوولیت ومانه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د داعش خراسانۍ ډلې پرون (جمعه د تلې ۲۳ / د اکتوبر ۱۵) په کندهار ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د خونړي برید د ترسره کولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د داعش  د څرګندونو له مخې؛ دوه داعشي بریدګرو لومړی د جومات پر ساتونکیو برید وکړ او بیا جومات ته ننوتل او خپلو چاودیدونکيو توکو ته یې چاودنه ورکړه.

چاودنه پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د کندهار د لومړۍ ناحیې په امام بارګاه جومات کې رامنځته شوې ده.

د پېښې یوه شاهد ویلي، چې هغه د جومات د انګړ له دروازې څخه د درې چاودنو غږ واورید.

ویل کیږي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسلامي امارت دغه چاودنه غندي او دا ستر جنایت بولي.

هغه وایي؛ اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې عاملین یې ونیسي او عدالت ته یې راکاږي.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کندهار د لومړۍ حوزې د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ او د ټپیانو هغه ۷۰  ته رسېدلی دی.

دې ته ورته یو برید تېره جمع په کندوز کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی و، چې د داعش خراسانۍ ډلې یې مسوولیت منلی. په دې برید کې لږ تر لږه ۵۰ لمونځ کوونکي وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې ټول ملکي وګړي وه.

Trending

Exit mobile version