تازه خبرونه
داعش ښایي په ټول افغانستان کې د زر او درې زره په شاوخوا کې جنگیالي ولري
د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند برید جنرال ویلسن شوفنر د امریکا په دفاع وزارت یا پنټاگون کې خبریالانو ته د ویدیو کنفرانس لهلارې وویل، چې په ټول افغانستان کې داعش ښایي د زر او درې زره په شاوخوا کې جنگیالي ولري.
هغه وایي؛ داعش غواړي،چې د ننگرهار په ولایت کې د خپلو عملیاتو د رهبري کولو له پاره یو مرکز جوړ کړي خو افغان امنیتي ځواکونو د هغوي د هڅو مخه نیولې ده.
دا ، چې ولې داعش غواړي د افغانستان په ختیځ کې مرکز جوړ کړي؛ جنرال شوفنر وویل، چې د خراسان اسلامي ډله به وکړی شي هم د پاکستانیو او افغان طالبانو پخواني کسان له ځان سره ملگري کړي او همدا وجه ده، چې دوی غواړي د دغه هېواد په ختیځ کې مرکزونه جوړ کړي.