تازه خبرونه

دانش: تر دوو راتلونکو کلونو ښایي په اساسي قانون بیا کتنه وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوهم مرستیال وایي، د چارواکو او دولت په منځ کې د سیاسي ارادې نه شتون د دې سبب شوی چې اساسي قانون تل نقض شي.

سرور دانش د اساسي قانون په اړه په څېړنیزه ناسته کې د خبرو په مهال وویل، د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک له مخې، تر دوو راتلونکو کلونو به ښایي اساسي قانون تر بیا کتنې لاندې راشي.

په همدې حال کې د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفرسپنتا وایي، د اساسي قانون په متن کې د توکمیزو او ژبنیو مسایلو ځایول، د دغه قانون له عمده نیمګړتیاو څخه دي.

د افغانستان اساسي قانون یوولس کلن شو، دا قانون د سیمې په کچه بې ساری بلل کیږي؛ خو په بشپړه توګه نه دی عملی شوی. په یوې څیړنیزه ناسته کې د اساسي قانون په ستونزو او نیمګړتیاو خبرې کیږي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د اساسي قانون په وړاندې پرتې ننګونې بیوزلي، ناامني، ارمان پالنه د دغه قانون په متن کې او د اساسي قانون د تفسیر لپاره د یوه روښانه میکانیزم نه شتون په ګوته کوي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د اساسي قانون له تعدیل سره هوکړه لري او هغه یوه اړتیا بولي. نوموړی ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه لیک ته ژمن دی.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې د بنسټ له خوا تر سره شوې څیړنه ښيي چې د افغانستان په مجریه قوه کې ځینې پریکړې د دې سبب شوي چې قضایه قوه پیکه شي او حتی په ځینو مواردو کې خپله خپلواکي له لاسه ورکړي.

د افغانستان اساسي قانون د ۱۳۸۲ لمریز کال د مرغومې د میاشتې په څوارلسمه نیټه په دولسو فصلونو او ۱۶۲مادو کې تصویب او د ولسمشر له خوا توشیح شو.

Trending

Exit mobile version