1393ټاكنې

داکترعبدالله عبدالله د ضیالحق امرخېل د دندې د ځنډولو غوښتونکی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ نوماند داکترعبدالله عبدالله د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخېل د دندې د ځنډولو غوښتونکی شو.

ښاغلي عبدالله عبدالله تېره شپه په یوه خبري ناسته کې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشاد مشر د دندې پر ځنډولو سربېره په ډاگه كړه، چې:

د اصلاحاتو او همپالنې تیم په هیڅ ډول نه مني، چې ټيټ عمرو کسانو هم رایې ورکړي دي.

د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو نوماند داكتر عبدالله عبدالله گواښ كوي، چې كه د ضياالحق امرخېل دنده ونه ځنډول شي په هيڅ راز به د ټاكنو د دوه يم پړاو ټاكنو پايله ونه منو.

داكتر عبدالله عبدالله او داكتر اشرف غني د ولسمشريزو ټاكنو د دوه يم پړاو مخكښ نوماندان دي، چې د روان كال د غبرگولي په ۲۴ له اووه ميليون ډېرو خلكو رايې وركړې.

د يادونې وړ ده، چې د کابل امنیه قوماندان تېره ورځ د ټاکنو خپلواك کمیسیون د دارالانشاء رییس د ټاکنو په ورځ سروبي ولسوالۍ ته د راى پاڼو د ليږدولو په تور په درغلیو تورن کړ، خو د ټاکنو دغه چارواکي له حکومته غوښتي، چې دغه قضیه په جدي توگه وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version