سیمه ییز خبرونه
داکتر عبدالله عبدالله دې د ټاکنو بهیر او قانون ته درناوی وکړي-اشرف غني
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند داکتر اشرف غني احمدزي تېره شپه(د چنگاښ۴) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وینا وکړه او په خپل سیال داکتر عبدالله عبدالله یې غږ وکړ، چې د ټاکنو بهیر او قانون ته درناوی وکړي.
نوموړي وویل، چې د قانون حاکمیت تر ټولو مهمه خبره ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د ولس په رایه به هېڅکله جوړ جاړی ونه شي.
هغه وویل: “زه په ښکاره دا وایم، چې زمونږ رایې پاکې دي او د پردې تر شا هیڅ راز جوړ جاړی نه دی شوی. ولس پر مونږ باور کړی، د دوی رایه له موږ سره امانت ده او مونږ به د دوی په رایه هیڅ کله جوړ جاړی ونه کړو”.
هغه زياته كړه، چي دتېرو ټاكنو په پرتله يه دوه يم پړاو ټاكنو كې دټول هېواد په كچه دېرو رای وركوونكیو برخه اخيستي وه .
ده په خپل سيال غږ وكړ، پرته له دې، چې له قانون سره سم د ټاکنو بهیر بشپړ شي د ټاکنو له بهیر سره پرېکون اعلانول د ناکامۍ او ماتې نښه ده.
په ولسمشریزو ټاکنو کې د داکتر اشرف غني یوازني سیال داکتر عبدالله څه موده وړاندې د ټاکنو له کمیسیون غوښتي ول، چې د رایو شمېرنه دې وځنډول شي.