تازه خبرونه

داکتراحسان الله بیات د سوداګرۍ خونو د مشرانو جایزه تر لاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په واشنګتن کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې د مشرانو دیارلسمه کلنۍ غونډه د کانادایي پانګوالو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو ګډه جایزه دا ځل د بیات بنیاد رييس داکتر احسان الله بیات تر لاسه کړه.

د بیات بنیاد استازي مانتي سالیمن وویل، چې افغان بیسیم په دوه زره دوه یم کال کې د لومړي ځل لپاره د ګرځند(مبایل) پرمختللې تکنالوژي افغانستان ته ولیږدوله، چې اوس دغه شبکه په افغانستان کې 4G خدمتونه هم وړاندې کوي.

ښاغلي مانتي سالیمن زیاته کړې، چې: هیله ده نور شرکتونه هم زمونږ په پل، پل کیدي او په افغانستان کې د برښنا او ګازو پر تولید پانګونه وکړي.

د بیات بنیاد رييس داکتر احسان الله بیات د دغې غونډې مشرانو ته په خبرو کې وویل:  خوښ یم، چې د دغو مراسمو د یوه مهم ویناوال په توګه غوره شوی یم. تر ټولو د مخه د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو له مشرانو او ګډنوالو مننه کوم، چې د یوه خوندي او پرمختللي افغانستان لپاره هلې ځلې کوئ، چې د افغانستان ټول خلک خپلو مساوي حقونو ته لاسرسی پیدا کړي. له ما څخه تاسې ته د هغو پرمختګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول غوښتل شوي، چې په خصوصي برخو کې پرې پانګونه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې دا جایزه؛ ځکه ښاغلی بیات ته ورکړ شوه، چې هغه په افغانستان کې ګټوره پانګونه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رييس عتیق الله نصرت زیاتوي؛ هڅه کوو نړیوال سوداګر او پانګوال وهڅوو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په امریکا کې افغان سفیر حمد الله محب د دواړو هېوادونو سوداګرو ته دغه ناسته مهمه وګڼله او وایي، چې د دواړو هېوادونو سوداګر باید د پانګونې لپاره له دغې ناستې ګټه پورته کړي.  

د کابل پوهنتون رييس حمیدالله فاروقي په هېواد کې دننه د بیات بنیاد له ودانیزو، فرهنګي، ښوونیزو او روغتیایي هڅو مننه کوي او وایي: خوښ یم ، چې ښاغلي بیات د ګډې سوداګرۍ د مشرانو دغه جایزه ترلاسه کړه.

د غونډې ګډونوالو اندېښنه وښوده، چې ناامني په افغانستان کې د پانګونې په لاره کې ستره ستونزه ده.

په همدې غونډه کې د افغانستان ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د پرمختیايي ادارې د استازي ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې په هوايي ډګرونو کې صادراتي زونونه جوړیږي.

خبریاله: نذیره عظیم کریمي

Trending

Exit mobile version