تازه خبرونه

داکترعبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ثبات او همپالنې ډلې د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ اعلام کړه، چې دغه ټاکنیزه ډله د سولې په جوړیدونکې مشورتي جرګه کې ګډون نکوي او دا ناسته د افغانستان د روانو ستونزو له حل سره هم مرسته نشي کولی.

 دغې ډلې دا هم څرګنده کړې، چې په دې اړه له عبدالله عبدالله سره مشوره نده شوې.

د دغې ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: له څه وخت راپدیخوا د سولې مشورتي لویې جرګې د ناستې جوړولو په اړه پرېکړه شوی، چې د یو شمېر کسانو له ټاکنې سره یې د پلي کولو پړاوونه هم وهلي دي.

د دغې ډلې د اعلامیی له مخې؛ د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله د سولې مشورتي جرګې تر سرلیک لاندې په جوړیدونکې ناسته کې ګډون نکوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه هم نه بولي.

په اجرائيه ریاست کې ځينې سرچینې وايي، چې اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د سولې له مشورتي لویې جرګې سره مخالف دی.

د سولې په برخه کې د اجرائيه ریاست سلاکار حکمت الله حکمت وايي، چې ارګ په خپل سر او پرته له سلا مشورو د مشورتي جرګې چارې پر مخ وړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون مسوولین وايي، چې د اجرائيه رييس په ګډون به له حکومتي چاوراکو او سیاستوالو سره یوه غونډه جوړه کړي او د سولې د مشورتي لويې جرګې په اړه به ور سره خبرې وکړي.

د سولې مشورتي جرګې د جوړولو کمیسیون مشر عمر داوودزي ویلي، چې د د دغې جرګې د جوړولو له پاره به په راروانو څو ورځو کې له بېلابېلو خواوو سره  هر اړخیزې خبرې وشي.

له دې ټولو سره سره اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د افغانانو خپلمنځي خبرو ته هیله من دی او له الجزیرې تلویزیون سره یې په مرکه کې ویلي، چې تر بل هر وخت اوس وسلوال طالبان په سیاسي بهیر کې ورګډيدو ته نږدې شوي دي.

هغه څرګنده کړې، چې افغانان په خپله خاوره کې سوله غواړي او مونږ افغان دولت د سولې په برخه کې د امریکا له هڅو او نوښت ملاتړ کوو. تمه لرو، چې دا هڅې مو په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ورسوي.

لدې مخکې هم د سولې پر جوړیدونکې مشورتي لویه جرګه ګڼې نیوکې شوي او یاده جرګه د سیاسي مخالفانو د څنډې ته کولو او د ولسمشر لپاره د ټاکنیز کمپاین د هڅو برخه بلل شوې ده. د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې مشر حنیف اتمر هم د یوې اعلاميې په خپرولو یاده جرګه (سفارشي جرګه) نومولې وه او څرګنده کړې یې وه، چې پدې اړه له سیاسي ګوندونو او مطرح اړخونو سره هیڅ راز مشوره ندې شوې.

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نور نوماندان وايي، چې ولسمشر غواړي د سولې له مشورتي لویې جرګې څخه د ټاکنیز کمپاین په توګه استفاده وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود وایي، چې د سولې مشورتي جرګې جوړوونکي غواړي  سوله د ټاکنیز کمپاین لپاره وکاروي او سیاسي ګټه ترې پورته کړي.

ولسمشر  د عبدالله عبدالله اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي، چې د سولې مشورتي جرګې د پرېکړې له مخې به ولسمشر د سولې مشورتي جرګې د اندېښنو په اړه له عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړي.

په پام کې ده، چې ولسمشر غني به له داکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوري او مناسب تصامیم به ونیول شي.

تمه ده، چې د سولې مشورتي جرګه د روان کال د غویی پر نهمه جوړه شي؛ حکومت په کې د طالبانو ګډون ته هم هیله من دی؛ خو طالبانو وار له مخه یاده جرګه دسیسه بللې او له خلګو یې غوښتي، چې په کې ګډون ونکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې جرګې پر جوړیدو  پېنځه میلیون دالر لګښت  راځي او درې زره پېنځه سوه کسان به په کې ګډون کوي. 

Trending

Exit mobile version