تازه خبرونه

داکترعبدالله ځان په ټاکنو کې بریالی ښیي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند داکتر عبدالله عبدالله ادعا کوي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې لوړې رایې خپلې کړې دي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۹) په یوه خبري ناسته کې وویل: د ( ثبات او همپالنې ) ډله په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالۍ شوې؛ ځکه، نو ټاکنې به دوه یم پړاو ته ولاړې نشي.

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ویلي؛ زمونږ خلک د دکتاتورۍ، ځانغوښتنې او قومي تبعیض پر ضد او ملي وحدت، سولې او غوره حکومتدارۍ ته د رسیدو لپاره رایې اچولي دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې؛ سره لدې، چې د پایلو اعلامول د ټاکنو کمیسیون کار دی؛ خو د نورو نوماندانو د ټاکنو پایلو ته په کتو دی په ټول هېواد کې د لوړو رایو لرونکی دی.

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې ټاکنې دوه یم پړاو ته نه ځي؛ ځکه، نو د ثبات او همپالنې ډله به راتلونکی حکومت جوړ کړي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ د عبدالله عبدالله له څرګندونو وروسته یو خبري ناستې ته ویلي، چې نوماندان حق نلري له وخت مخکې خپله بریا اعلام کړي.  

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان باید مخکې له مخکې ځان بریالي ونه ګڼي او پریږدي، چې دواړه کمیسیونونه د قانون له مخې خپله دنده تر سره کړي او هر نوماند، چې ډېرې رایې وړې وې، باید په ټاکنو کې بریالی او ګټونکی اعلام شي.

Trending

Exit mobile version