تازه خبرونه

داکتر عبدالله د شانګهای په سرمشریزه کې له ترهګرو سره پر ګډه مبارزه ټينګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په تاشکند کې د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو لومړیو وزیرانو له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د سیمې پر پرمختګ ټينګار څرګند کړی دی.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شنبې پر ورځ( د لړم ۱۱) د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو حکومتي مشرانو، ناظرانو او میلمنو ناسته وکړه. دوی پر لس هغو سندونو غور وکړ، چې له مخې به یې په سیمه کې ګټوره همکاري، اقتصادي وده، ترانسپورتي همکاري او صنعت وده وکړي.

د افغانستان اجرائيه رييس، چې په دې ناسته کې ګډون کړی؛ ویلي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی. دغه راز هغه د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي همغږۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان اجرائيه رييس عبدالله عبدالله څرګنده کړې؛ افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او یاد هېوادونه باید د دې هېواد ملاتړ او همکاري ته راودانګي.

دغه راز اجرائیه رییس عبد الله عبدالله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې، چې د خلکو د رایو له مخې به و مشروع حکومت رامنځته شي؛ د سولې لپاره یو ښه فرصت ونوماوه.  

اجرائیه رییس عبدالله یادې ناستې ته په وینا کې د افغان سولې په اړه ویلي؛ په دې برخه کې هڅې روانې دي او هیله من یو، چې دا هڅې به د خپلمنځي خبرو له لارې په هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیدي.

د شانګهای سازمان په دوه زره لومړي کال کې را منځته شو، چې قزاقستان، چین، قرغیزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان يې غړي هېوادونه دي. په دوه زره اووه لسم میلادي کال کې هند او پاکستان هم د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان له دوه زره څلورم میلادي کال څخه تر دوه زره دولسم میلادي کال پورې د میلیمه په توګه د دغه سازمان په غونډو کې ګډون وکړ او له هغه را وروسته د ناظر په توګه له دې غونډې برخمن کیږي. منګولیا، ایران، بلاروس هم د دغه سازمان ناظران دي.

د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو د مشرانو غونډه د دوه ورځو لپاره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version