تازه خبرونه

داکترعبدالله افغان شموله حکومت اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۸)

له هغې وروسته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دولت جوړوونکې ټاکنډلې مشر محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې  مشرعبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې ټاکنیزې پایلې رد کړې او د یوه افغان شموله حکومت د جوړولو اعلان یې په ډاګه کړ.

نوموړي د اشرف غني بریا د خلکو او ولسواکۍ پر وړاندې کودتا ونوموله.

هغه درغل سیاسیون تاریخ ته مخ توري ونومول.

نوموړی، چې د خپلو پلویانو په منځ کې ولاړ و؛  د پاکو او رڼو رایو پر بنسټ یې وویل: د ثبات او همپالنې ټاکنډله ګټونکی ده او مونږ خپله بریا اعلانوو.

هغه زیاته کړه، چې د متنازعو رایو په اړه د ټاکنو کمیسیون پرېکړه غیرقانوني وه.

نوموړي دا هم ویلي؛ مونږ نننۍ پایلې نه منو، پر دییموکراسي یې  کودتا بولو .

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ولسمشر اشرف غني د بري له اعلان وروسته په ارګ کې یوې جوړې شوې ناستې ته په ډاګه کړې: زما بری د افغانستان د خلکو او جمهوریت بری دی. مونږ د افغانستان اساسي قانون او بیرغ ته ژمن یو.

Trending

Exit mobile version