تازه خبرونه

دا سمه نه‌ده، چې په افغانستان کې مو ډېرې وسلې پرېښي – امریکا

Published

on

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي دا، چې امریکا په افغانستان کې ډېرې وسلې پرېښي؛ یوه له خندا ډکه ادعا ده.

جان کربي د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي هغه څه، چې امریکا په ۲۰ کلونو کې کړي؛ د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تجهیزولو کې مرسته وه.

نوموړي زیاته کړې: لکه څنګه، چې مو تل ویلي، د طالبانو (اسلامي امارت) له پرمختګ سره، ډېرو افغان امنیتي ځواکونو د جګړې نه‌کولو، پر ځمکه د وسلو ایښودلو او تللو پرېکړه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې ګویا د پاکستان د تېرې اوونۍ په بريدونو کې امريکايي وسلې کارول شوې وې. په دې برید کې د پاکستان ۲۱ سرتېري وژل شوي دي.

کربي څرګنده کړې؛ هغه راپورونه نه تائیدوي، چې ګواکې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې په دې برید کې کارول شوې دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د امریکا مهم ملګری دی او دا هېواد له پولې هاخوا د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی.

اسلامي امارت له دې مخکې په سرحدي بریدونو کې د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې رد کړې دي.

Trending

Exit mobile version