سیمه ییز خبرونه
دا لومړى ځل دى، چې ۱۷ مرستيال واليان د آزادو سياليو له لارې په دندو گمارل كېږي
د ولسمشر دويم مرستيال وايې، څو پورې چې دولت خلكو ته سم او وړ خدمتونه وړاندې نه كړي، د هغوى باور نه شي خپلولاى.
په كابل كې د سې شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۹ ) د اوولسو مرستيال واليانو او۵۷ هغو ولسوالانو د لوړې مراسم تر سره شول، چې د آزادې سيالۍ له لارې دې پستونو ته بريالي شوي دي.
د لوړې په مراسمو كې، چې د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې له خوا جوړ شوي وو، د ولسمشر دويم مرستيال محمد كريم خليلي وويل:
دولت مكلف دى، چې خلكو ته ښه خدمتونه وړاندې او له اداري فساد سره كوټلې مبارزه وكړي.
بلخوا د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې رئيس عبدالخالق فراهي وايي:
اوولس مرستيال واليان او ۵۷ ولسوالان د خپلو وړتياو له مخې په دندو ټاكل شوي څو خلكو ته ښه خدمتونه وړاندې كړي.
ښاغلي فراهي له عدلي او امنيتي ارگانونو وغوښتل، چې د امنيت د ټينگښت او د عدالت د پلي كېدو لپاره لازمې هڅې وكړي، څو نوي گمارل شوي سيمه ييز چارواكي له ستونزو سره مخ نه شي.
لوى څارنوال محمد اسحاق الكو په دې برخه كې د همكاريو ژمنه وكړه.
يو شمېر نويو ولسوالانو هم ژمنې وكړې، چې د خلكو او دولت تر منځ د واټن د له منځه وړلو لپاره به په ريښتنې توگه هڅې وكړي.
دا لومړى ځل دى، چې ۱۷ مرستيال واليان او ۵۷ ولسوالان د آزادو سياليو له لارې په دندو گمارل كېږي.
د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې د مسئولينو په وينا، په پام كې ده په راتلونكې لمريز كال كې هم دې ته ورته آزموېنه واخيستل شي.